(( پښتون ژباړونکی ))

(( پښتون ژباړونکی ))

اســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــلام عليکم ورحمت الله وبرکاته
محترمو پښتونو وروڼو لکه څرنګه چې تاسو ته مالومه ده چی پښتو ژبه ورځ په ورځ له کمزوری سره مخامخ ده نو پدی اساس د کايټ سافټ کمپنۍ پښتو ژبې ته د (( پښتون ژباړونکی )) په نوم يو سافټوير جوړ کړی چی د نړی د 66 هیوادونو په ژبو به پښتو وژباړی چی تقریبا یو نیم میلیون لغتونو موجودت به ولری
د کايت سافټ کمپنی مدیر ښاغلی حافظ البي وایي چی دی پدی سره ډاډه دی چې پښتون ژباړونکی به د خدای (ج) په مرسته په ډیر لږ وخت کی پښتو ژبه دنړۍ د مشهورو ژبو په جدول کی راولي نو پدې اساس ښاغلی البي
له ټولو پښتنو وروڼو او خویندو څخه هیله لري چی د پښتو ژبی د خدمت لپاره له پښتون ژباړونکی سره یو ځای شی .
د پښتون ژباړونکی سافټویر سیستم پروتابل سیستم دی چی انسټال کولو ته یی اړتیا نشته .
لکه چی پښتون ژباړونکی فعال شی اول باید د هر ژباړونکی د خپل ځان پیژندګلوی ولیکی او بیا د ژباړی لپاره ژبې وټاکی .
ګرانو پښتنو وروڼو باید ووایم چی اوس مهال په فیسبوک او یا داسی نورو انټرڼتی پاڼو کی د پښتنو عادت یوازی (Like) کول دی خو دغه کار زمونږ د ژبی مشکل نشی حل کولای باید سره یو شو او خپلی ژبې ته خدمت وکړو ، ترڅو د نورو پرمختللو ژبو سره سیاله شي ،
په همدې هیله







کایت عکاسی 3 سیستم

کایت عکاسی 3 سیستم!!

کایت عکاسی سیستم هغه سافټویر دی چی د عکاسی د مدیریت کارونه مخته وړی.


دغه حافظ نصرت البی وردګ لخوا جوړ او د خدمت لپاره وړاندی شو دغه سافټویر په پښتو ژبه

دی چی له په زړه پوری ګرافیکی حالت څخه برخه من دی ددغه سافټویر ځیڼی کارونه او

انځورونه ستاسو خدمت وړاندی کوو.


 د سافټویر مشخصات


د سافټویر نوم : کایت کتابتون سیستم

د سافټویر آی دی : 073

د سافټویر ویرژن : V.01

د سافټویر بیه :  20$ ډالر


د سافټویر کارونه


1- نوی انځور

2- دانځور خوندی کول

3- د انځور پاکول

4- د انځور شمیره

5- د انځور نوم ، شمیره ، شرحه

6- د انځور لټول

7- د انځور لټول په نوم سره

8-د انځور لټول په شمیری سره

9- د انځور اصلاح کول